له فضل محمود فضلي سره ځانګړې مرکه

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د چارو ادارې رئیس فضل محمود فضلي وايي جګړه د افغانستان ستونزه نشي هوارولی.

ښاغلی فضلي، له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې وایی، د لګېدلو تورونو خلاف، افغان حکومت د سولې په بهیر کې رښتینې هلې ځلې وکړې، خو برعکس نورې ډلې او سیاستوال د خپلو ګوندي او شخصي ګټو په لټه کې و.

په تېرو دوو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې د ولسمشر غني د حکومت د چارو د ادارې رئیس، چې یو پیاوړی چارواکی بلل کېده، د جمهوري نظام د ړنګېدو په تړاو علني خبرې کوي.

یما بارز، له ښاغلي فضلي سره مرکه کړې.