ملګري ملتونه وايي له افغانستانه د مېت قاچاق ډېر شوی

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر خبرداری ورکړی، چې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د قوي مصنوعي نشه یي توکو چې میتامفیټامین نومېږي، قاچاق په چټکۍ سره پراخېږي، ځکه د هېروینو کاروبار مخ په کمېدو دی.

دغه سازمان په یوه نوي رپوټ کې ویلي، دا زیاتوالی وروسته له هغه راغلی چې طالبانو تېر کال د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه. تر هغه وخته پورې، افغانستان د نړۍ څه باندې اتیا فیصده تریاک تولیدول، چې د هېروینو په تولید کې مهم عنصر دی.