تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان وايي د اولمپیک نړیوالو لوبو ته لوبغاړي استوي
د طالبانو حکومت د اولمپيک کمېټه وایي را روان کال د اولمپيک نړیوالو لوبو او سږکال سپتمبر کې د چین اسیایي لوبو ته لوبغاړي استوي.
د دې کمېتې مشر احمدالله وثیق وايي په ۱۷ بېلابېلو برخو کې ۱۳۳ لوبغاړي اسیايي لوبو ته ورلیږي. نوموړی وايي له بهر مېشتو افغان لوبغاړو سره هم اړیکي لري چې که وغواړي د خپل هېواد په ګټه په سیالیو کې لوبېدلی شي.
نوموړی وايي سپورت او سیالیو ته ډېر پام کوي او د ولایتونو په کچه بېلابېلې سیالۍ کېږي. سپین تڼي له ښاغلي وثیق سره مرکه کړې او په پيل کې یې پوښتلی چې افغانستان کې څومره فدراسیونونه په کومو برخو کې فعال دي؟