افغانستان کې د سيلانۍ صنعت مخ په غوړېدو دی
افغانستان لپاره د بهرنيو پيسو ورتګ يوه سرچينه سيلاني ده. اوس سره له دې چې ډېر لوېديځ هېوادونه يې خپلو وګړو ته افغانستان ته د نه سفر سپارښتنه کوي، دا تېر يو کال يو شمېر بهرنيو سيلانيانو افغانستان ته سفر کړی دی.
طالب چارواکي وايي له ګرځندوی صنعته یې ۵ سوه زره ډالره ګټه کړې ده. پر دې سربېره د تاوتريخوالي کموالي سره، چې تېرو دوو لسيزو کې يې ډېرې پېښې په خپله طالبانو سره تړلې بلل کېدې، ځايي سیلاني هم غوړېدلې ده.