د پاکستان دفاع وزیرڅرګندونو ته د طالبانو د حکومت ځواب
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د "خپلو ګاونډیانو پر حقونو عمل نه کوي" او د دوحې هوکړې ته ژمن نه دی.
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي "د دوحې تړون یې له امریکا سره کړی دی" او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره "د پاکستان پرضد نه کارول کېږي."
ښاغلي مجاهد له حفیظ الله معروف سره په مرکه کې ویلي، که د پاکستان حکومت ورسره شواهد شریک کړي، د پاکستاني طالبانو پرضد به ګامونه واخلي.