یونیسف: زرګونه افغان ماشومان له داسې ناروغیو مري چې د مخنیوي وړ دي

د ویډیو تشریح، یونیسف: زرګونه افغان ماشومان له داسې ناروغیو مري چې د مخنیوي وړ دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې "یونیسف" په وینا په افغانستان کې هره اونۍ تر زرو ډېر له پنځه کلونو کم عمره ماشومان پر هغو ناروغیو مري چې مخنیوی یې کېدی شي.

وضعیت له دې کبله مخ په خرابېدو دی چې د مرستندویه ادارو لږې مرستې هم د بندېدو یا بیخي کمېدو له ګواښ سره مخامخ دي ځکه طالبان ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي.

زموږ خبریاله یوګیتا لېمایې، فلم اخیستونکی سنجی ګنګولي او د تولید مسووله، اموجن انډرسن داسې یوه افغان روغتون ته تللي وو چې له سقوط سره مخامخ دی.