ملګري ملتونه: افغانستان د چاودیدونکو توکو له امله د نړۍ تر ټولو ککړ هېواد دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، افغانستان د چاودیدونکو توکو له امله د نړۍ په کچه تر ټولو ککړ هېواد دی.
دغې ادارې نن دوشنبه د فبرورۍ په ۲۷ تمه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، لسیزو جګړو کې د افغانستان پر خاوره ډېر ناچاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي چې په وینا یې" د پاکولو لپاره یې ۱۸،۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده."
اوچا همدا راز ویلي: " په ځمکه کې ناچاودیدونکو توکو له امله شاوخوا ۴،۹ میلیونه افغانان زیانمن شوي، چې د دغو مرستو پر بنسټ به د ۱،۴ میلیونه زیانمنو کسانو لاسنیوی وشي."
اوچا او سور صلیب نړیواله کمېټه د افغانستان ختيځ او سويلي ولایتونه د چاودېدونکو توکو له امله تر ټولو اغېزمنې شوي بولي او لامل یې د جګړو پر مهال دغو خواوو کې تر ټولو سختې جګړې یادوي چې له امله یې په زیاته کچه د جګړو پاتې شوني او نا چاودېدونکي توکي پکې شته.
د اوچا د ارزونو له مخې، کندهار، هلمند، کونړ او فراه هغه ولایتونه دي، چې وګړي یې په ځمکه کې د ناچاودیدونکو توکو له امله زیات زیانمن شوي او په لوړه کچه کې ځای لري.
او برعکس کاپیسا، بامیان، جوزجان او بادغیس هغه ولایتونه دي چې تر ټولو په ټیټه کچه کې راغلي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
افغانستان د لسیزو راهیسې په جګړه کې ښکېل هېواد دی، چې پر خاوره یې زیات شمېر چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي او اوس هم د سلګونه کسانو ژوند ګواښي.
د سره صلیب نړیواله کمېټې په ۲۰۲۲ کال کې ویلي و چې، افغانستان کې ماینونه او چاودېدونکي توکي د خلکو لپاره جدي ګواښ دی.
یادې کمېټې ویلي و چې دغو چاودېدونکو توکو له امله د ټپیانو او مړینو په شمېر کې زیاتوالی راغلی، چې ډېری قربانیان یې ماشومان دي او د دې چاودېدونکو توکو پاکول د خلکو خوندي ساتلو لپاره اړین دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې هغه مهال دا هم ویلي و چې، جګړه د پام وړ کمه شوې، خو د چاودنو او ماینونو له امله د مرګژوبلې شمېر په زیاتېدو دی.
یادې کمېټې ویلي و، د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ تر اګست میاشتې پورې دوی د چاودېدونکو توکو د چاودنو ۴۳۵ پېښې ثبت کړې دي، چې د دوی په خبره پایله کې یې ۱۵۰۵ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د مسوولینو په وینا له دې ډلې ۴۶۲ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۰۰۰ کسان هم ژوبل شوي دي چې ۸۵ سلنه تلفات ولسي وګړو ته اوښتې او په ولسي وګړو کې بیا تر څلوېښت سلنې مرګژوبله ماشومانو ته اوښتې ده.
د سره صلیب کمېټې ویاند لوسین کریستین بي بي سي ته ویلي و: " یو لامل یې دا دی چې خلک بېرته هغو سیمو ته ورستنېږي چې د جګړو پر مهال ترې کډه شوي وو او دغه سیمې بیا تر ډېره له چاودېدونکو توکې ډکې دي، نو دغه بېرته ستنېدونکي خلک اوس تر پخوا زیات د چادېدونکو توکو له ګواښ سره مخامخ دي. او په پایله کې یې د چاودنې پېښې ډېرېږي."
نوموړي یې بل لامل یې د افغانستان بد اقتصادي حالت وباله چې له امله یې ی یو شمېر خلک اړه دي اوسپنې ټولې او خرڅې کړي چې د اوسپنو ټولولو پسې کېدای شي داسې سیمو ته ورشي چې چاودېدونکي توکي په کې پټ پاتې دي.









