د افغان ريل ګاډو سلمه کليزه؛ تاريخ ته يې کتنه

د ویډیو تشریح، د افغان ريل ګاډو سلمه کليزه؛ تاريخ ته يې کتنه

د ډېسمبر ۱۵ مه، افغانستان کې د رېلوې يا اورګاډي چلن سلمه کليزه ده.

د ۱۹۲۲ کال پای کې چې د پاچا امان الله خان د واکمنۍ نژدې څلور کاله پوره شوي وو، غوښتل یې افغانستان د اورګاډي له چلن برخمن کړي، چې هغه مهال د ټرانسپورټ او لېږد تر ټولو کارنده وسيله ګڼل کېده.

وچه کې راګېر افغانستان لپاره د اورګاډي ټرانسپورټ او لېږدول خورا مهم وو، خو شلمه پېړۍ کې يې د بېلابېلو لاملونو له مخې واکمن نظامونه د پټليو پر غځولو ونه توانېدل.

تېره شل کلنه موده کې يې بيا د پروژو پر عملي کولو کار وشو، خو بيا هم يې جګړه او اورپکي پر وړاندې لوی خنډ و.

عبدالله نظامي پرې رپوټ لري.