نغمه: قمرګلې زما پر هنر لوړ اغېز درلود

د افغانستان مخکښې پښتو ژبې سندرغاړې مېرمن قمرګلې پر مړينه د خواخوږۍ ګڼ پيغامونه خپاره شوي.

بي بي سي پښتو ته په يوه لېږلي ويډيويي پيغام کې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې ويلي، د قمرګلې هنر پرې اغېز درلود او ډېر کله يې د هغې سندرې اورېدلې.