ملا یعقوب او انس حقاني اماراتو کې د افغانانو غونډې ته څه وویل؟

د ویډیو تشریح، ملا یعقوب او انس حقاني اماراتو کې د افغانانو غونډې ته څه وویل؟

د طالبانو چارسمبالی دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد چې دا مهال متحده عربي اماراتو په سفر دی، د یکشنب‍ې پر ورځ هلته له مېشتو افغانانو او سوداګرو سره د هېواد په روان وضعیت غږیدلی دی.

نوموړي په یوه وینا کې چې ځينې برخې یې رسنیو ته لېږل شوې د افغانستان په روان سیاست تم شوی او پخپل حکومت کې یې د ټولو افغانانو په ګډون ټينګار کړی.

ده ويلي، "د افغانستان هر وګړی که هغه د هرې ژبې، هر ولایت، هر قوم یا هر لوري وي هم باید په اقتصاد کې، هم په نظامي او هم په سیاست کې برخه ورکړل شي، هر افغان چې په هره برخه کې خدمت کوي په دوی دروازې نه دي تړل شوې او موږ دې ته کار کوو چې دا زمینه لا برابره شي."

په دې ناسته کې د هغه تر څنګ بل طالب چارواکی انس حقاني هم ښکاري چې اوسمهال افغانستان ته د شخصیتونو د ستنیدو کمیسیون غړی دی.

ملا يعقوب مجاهد په دې ناسته کې په خلکو هم غږ وکړ چې د هغو کسانو پر وړاندې ودرېږي چې د ده په وینا د ملي‌ ګټو ضد دي‌ او بهرنۍ اجنډاوې پلې کوي.