نرګس مومند حسنزۍ: "که افغانستان کې فرصت برابر شي، ‌لومړی زه ستنېږم"

د ویډیو تشریح، نرګس مومند حسنزۍ: "که افغانستان کې فرصت برابر شي، ‌لومړی زه ستنېږم"

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي مولوي ندا محمد ندیم د پوهنتون له هغو استادانو چې له افغانستانه وتلي، غوښتي چې بېرته ورستانه شي، افغانستان کې د پوهنتون یوه پخوانۍ استاده پوهنیاره نرګس مومند حسنزۍ وايي، دا لومړی ځل نه دی چې دوی د طالبانو دا خبره اوري بلکې وايي: "له تېر یو نیم کال راهیسې موږ دا خبرې اورېدلې دي، ټول هغه کسان چې پخوا یې دولت کې کار کړی، که سیاسي، تعلیمي، اقتصادي او فرهنګي ډګر کې وي، دوی دې بېرته هېواد ته راستانه شي.‌"

حسنزۍ وايي، هغو کسانو ته چې لاهم هېواد کې دي د ژوند کولو څومره زمینه ورته برابره شوې ده، دوی څومره توانېدلي چې د ملت د حق پر بنسټ دوی ته د ژوند څومره فرصت برابر شوی دی.