ولسمشر بایډن افغانستان او ځينو نورو هېوادونو کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه وښوده

بایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشر وايي چې د چین سینګیانګ کې له سرغړونو افغانستان کې د طالبانو لخوا په مېرمنو او نجونو ډېرېدونکو محدودیتونو او نورو سیمو کې د خلکو بنسټیزه ازادي له ګواښ سره مخامخ ده.

ولسمشر بایډن دا خبرې د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ غونډې ته خپلې وینا کې کړې دي. ده وویل چې امریکا به نړۍ په هر ګوټ کې د بشري حقونو په پلوۍ ودریږي.

د ملګرو ملتودې غونډې ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپلې وینا کې د طالبانو په حکومت غږ وکړ چې د د خلکو بنسټیزې ازادۍ خوندي کولو لپاره جدي ګامونه واخلي او اوې ویل افغانستان له مهم او ننګونکي حالته تېرېږي .

د فرانسې ولسمشر بیا په افغانستان کې د بې وزلۍ ننګونه لویه وبلله. په افغانستان کې د تېر کال له سیاسي بدلون وروسته له افغانستانه څوک په دې غونډې کې برخه نلري.

په نړۍ کې د ګڼو ننګونو تر څنګ په افغانستان کې د بشري حقونو بحراني حالت هم د سږ کال د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د غونډې په ویناوو کې یوه پام وړ موضوع وه.

د اسمبلې غونډې ته په ویناوو کې د افغانستان په تړاو نظرونو کې د نړیوالو رهبرانو اشاره د نجونو او ښځو د زده کړو د حقونو د تروړل کېدو په ګډون په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورین ته وه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن چې د نورو کلونو خلاف په مشخص ډول د افغانستان په تړاو هېڅ ونه غږېده د افغانستان نوم يې یوازې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کېدنو له مواردو سره یاد کړ. هغه وویل د چین په شينجیانګ کې د وګړو د بشري حقونو له تر پښو لاندې کېدنو، په برما کې د پوځي رژیم په لاس د وګړو او لږه کیو تر ځور او په افغانستان کې د طالبانو په لاس د ښځو او نجونو تر ډېرېدونکې ځپنې ټول د وګړو د بشري آزادیو د محدودېدو ښودنه کوي.

د ترکيې ولسمشر بیا په تېرو شاوخوا پنځو لسیزو کې د افغانستان د جګړې، ترهګرۍ او بې وزلۍ ستونزه یاده کړه او ویې ویل چې دغه هېواد لا هم له مهم او ننګونې حالته تېرېږي. هغه د طالبانو په ځان بللي حکومت يې غږ وکړ چې باید د بشر د ابتدايي حقونو او آزاديو د خوندي کولو لپاره جدي ګامونه اوچت کړي.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون هم په خپله وینا کې په افغانستان کې د لوږې جدي ستونزې ته اشاره کړې او ټینګار یې کړی چې د قحطۍ ستونزه دې د یوې ننګونې په توګه نړیواله اجنډا کې شامله شي.

له دې وړاندې د جرمني لومړي وزیر هم د مجمع غونډې ته په خپله وینا کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له زده کړو د نجونو د بې برخې کولو په اړه د طالبانو اقدام ته بې پامي ونکړي. اولاف شولتس ویلي، موږ باید د طالبانو لخوا له زده کړو او خپلو بنسټیزو حقونو د نجونو د بې برخې کولو په وړاندې بې تفاوته پاتې نه شو.

په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو تړلي پاتې کېدو ته په خپل تازه غبرګون کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ بنسټ یا یونیسیف ویلي په دغه هېواد کې د نجونو یو نسل له زده کړو بې برخې شوی. دغه سازمان ویلي دغه نجونې یوازې نشو پرېښودی او باید ښوونځي ته د دغو نجونو د ګرځېدو لپاره ټولې هڅې وشي.

بایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

دا دی ۳۷۰ ورځې وشوې چې طالبانو په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته نجونې ښوونځیو ته له تګه منع کړې او د دغو ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو په تړاو يې کړې ژمنې هم نه دي عملي شوې. د ملګرو ملتونو استازندویه دفتر یا یوناما له ښوونځیو او زده کړو د افغان نجونو د بې برخې کولو د یوه کال د پوره کېدو په تړاو دا کلیزه ویروونکې او له شرمه ډکه بللې وه.

اوکرایین

د امریکا ولسمشر جو بایډن له نړۍ وغوښتل چې پر اوکرایین د روسیې د برید ردولو سره یوه خوله شي. په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې ښاغلي بایډن پر اوکرايين د روسیې برید د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو تر پښو لاندې کول وبلل او ویې ویل چې روسیه باید هلته د کړو جنایتونو په خاطر محاکمه شي.

ښاغلي بایډن په ورته مهال وویل چې هېواد یې د زړورو ایراني مېرمنو تر څنګ هم درېږي چې دخپلو بنسټیزو حقونو لپاره مبارزه کوي. هغه ټینګار وکړ چې هېواد يې تل د امریکا په دننه او دنړۍ په نورو برخو کې د بشري حقونو دفاع کوي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو اوه اویایمې عمومي اسمبلۍ ته د نړۍ د مشرانو د ویناوو اصلي محور پر یوکرايين د روسیې برید و. خو تر څنګ له بې وزلۍ او ترهګرۍ سره پر مبارزه او اقليمي بدلون هم ویناوې وشوې. د امریکا ولسمشر جو بایډن خو دغې غونډې ته پر یوکراین د روسیې برید یو وار بیا د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو تر پښو لاندې کېدل وبلل. هغه ټینګار وکړ چې دا جګړه مرګونې او بې اړتیا ده.

"روسیې د ملګرو ملتونو د منشور عمده اصول په بې شرمۍ تر پښو لاندې کړي. پر هغو هېوادونو روښانه ممنوعیت دی چې په زور د ګاونډي خاوره نيسي. بیا هم، همدا نن ولسمشر پوتین یو وار بیا په ښکاره اروپا ته اتومي ګواښونه وکړل او دا د اتومي بې وسلې کېدو ټولو مسؤلیتونو ته بې باکانه بې پامي ده".

ښاغلي بایډن ټینګار وکړ چې هېواد ېې د روسیې په مقابل کې د یوکرايين دفاع کوي او له کییف سره ېې ۲۵ مېلیارده ډالره مرسته کړې. هغه دغه راز زیاته کړه چې پر امریکا سربېره څلوېښت ملاتړو هېوادونو هم له یوکرایین سره د مېلیاردونو ډالرو نقدي مرستې یا وسلو مرسته کړې.

ولسمشر بایډن د خوړو د نړیوال امنیت د ښه کېدو لپاره د دوه اعشاریه نهه مېلیارده ډالرو بسپنې اعلان هم وکړ.

ملګرو ملتونو ویلي په یوکرايين کې جګړه د دې لامل شوې چې نور ۴۷ مېلیونه وګړي له هغه حالت سره مخ شي چې دوی جدي لوږه بللې.

د عمومي مجمع غونډې ته په وینا کې ښاغلي بایډن د اقليمي بدلون په نړیواله کچه د خوړو د خونديتوب د پیاوړي کولو هڅو ته د اشارې تر څنګ د کوویډنولس وبا او د اقلیم پر ننګونو هم تم شو.

د ښاغلي بایډن په وینا اقليمي بدلون، د خوړو امنیت، نړیواله روغتیا، نړیواله سوله اوامنیت هغه موضوعات دي چې واشنګټن يې د حل لپاره هڅه کوي.

د هغه په وینا چې هيواد يې ۳۶۹ مېلیارده ډالره د اقليمي بدلونونو له امله رامنځته شوو زیانونو سره د مقابلې لپاره لګوي.

د ملګرو ملتونو په سږنۍ ۷۷مه غونډه کې د انرژۍ د ننګونو او د بې وزلۍ په څېر د هغو موضوعاتو سیوری هم ډېر خپور و چې بې وزلي مخ پر وده هېوادونه ورسره مخ دي.

سږ کال له دوو کلونو وېدیويي ویناوو وروسته لومړی ځل د نړۍ مشران مخامخ حاضر شول.

د عمومي اسمبلۍ غونډه وړمه ورځ پیل شوې او نن به هم دوام ومومي.