تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کندهار کې د طالبانو لویه غونډه
د افغانستان سوېلي ولایت کندهار نن د یوې غونډې کوربه دی چې شاوخوا درې زره کسان ورته رابلل شوي دي. طالب چارواکو ویلي، چې د غونډې ګډونوال به د دوی په وینا پر مهمو ملي مسالو بحث وکړي.
غونډې ته د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي امیر خان متقي وویل، "له نړۍ سره مثبت تعامل غواړو خو له دوی څخه هم دا توقع لرو، چې افغانان پرېږدئ چې د نورو هېوادونو په څېر د خپلې خوښې ژوند ولري، همدا ولسي مشروعیت دی چې په یوولس ورځو کې مو ټول هېواد ونیوه".
امیر خان متقي زیاته کړه، د طالبانو مشرتابه پر بهرنۍ پالیسۍ بوخته ده، "که رسمیت پېژندنه مو نه ده ترلاسه کړې، خو د افغانستان ښه استازیتوب مو کړی".
نوموړي دا هم وویل، که پاکستان ته یې اسیايي هېوادونو ته د خپلو توکو د لېږد لاره ورکړې، نو هندوستان ته هم د افغانستان مالونه رسېدلی شي.