تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د ژوند لپاره مبارزه؛ ميندوارې مېرمنې او ماشومان له کړاوونو سره مخامخ دي
د ميندو او ماشومانو د مړینې کچه په ۲۰۰۲ کال کې افغانستان کې د نړۍ د بل هر هېواد پر تله ډېره لوړه وه.
په تېرو شلو کلونو کې چې کله بهرنیان په افغانستان کې وو، په دغې برخې کې د پام وړ پر مختګ شوی و.
خو کله چې یو کال وړاندې طالبانو په افغانستان ولکه وکړه نو هغه نړیوالې مرستې بندې شوې چې د افغانستان روغتیايي سیستم یې پر مټ په پښو ولاړ و.
اوس په ځینو سیمو کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه نژدې دوه برابره لوړه شوې ده. د بي بي سي یوګیتا لمایې او ډلې ته یې اجازه ورکړل شوې چې د شمال ختیځ بدخشان ولایت یوه زېږنتون ته ولاړ شي.