تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د محرم مذهبي مراسم: افغانستان کې شيعه ګان د امنیت په اړه اندېښمن دي
دوشنبه د عاشورا ورځ ده. په دې سره د نړۍ لروبر د امام حسين وژل کېدو په اړه د شيعه ګانو د مذهبي وير مراسم خپلې هسکې ته رسېږي.
له دوو لسیزو راهيسې دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې شيعه ګان تر طالب واکمنۍ لاندې عاشورا لمانځي.
تېرو څو کلونو کې د شیعه ګانو عاشورا او محرم مراسم پرله پسې بريدونو کې په نښه شوي، او ګڼه مرګژوله يې اړوله.
که څه هم اوس يې کچه کمه شوې، خو تېرو دوو پرله پسې ورځو کې د کابل لوېديځ شيعه مېشتو سيمو کې چاودنې شوې، چې د محرم مراسم په کې په نښه شوي وو او داعش ويل د دوی کار و.
افغان شيعه ګان لا اوس هم د خپل خونديتابه په اړه اندېښمن دي.