د کجکي‌ بند دویم فاز پرانیستل شو؛ د برېښنا تولید به ورسره ۱۰۰ میګاواټه ډېر شي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وایي د کجکي د برېښنا فابریکې د دویم فاز چارې بشپړې او نن رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د پرانیستلو مراسمو کې د طالبانو مرستیال لومړي وزیر مولوي عبدالسلام حنفي پرانیستغونډه کې وویل، په دې هلمند او ګاونډیو سیمو وګړي به ۲۴ ساعته برېښنا ولري او د فابریکو د برېښنا ستونزه به حل شي.

نوموړي د ترکي ۷۷ په نامه شرکت مننه وکړه چې د کجکي برېښنا دویم فاز کارونو کې یې پانګونه کړې ده.

پر همدې مهال‌، په افغانستان کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین ای پرانیستغونډه کې وویل، ترکیه او افغانستان ژورې او نژدې اړیکې لري چې د کجکي پروژه یې یوه نمونه ده.

نوموړي وویل، "دې پانګونې ته باید د ژورو کلتوري، تاریخي او اقتصادي اړیکو د پایلې په سترګه وکتل شي، پر دې پروژه ۱۶۰ میلیون امریکايي ډالره پانګونه شوې".