د افغانستان پکتیکا کې بیا زلزله شوې

په افغانستان کې د طالبانو سرچینې وايي، د پکتیکا ولایت ګیان ولسوالۍ کې یوځل بیا د "شدیدې" زلزلې له امله ځینې کورونه ویجاړ شوي او د زلزلې له سیمې ګڼ ټپیان او ژوبل شوي کسان ښارونو ته بېول کېږي.

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ویلي، د زلزلې دا جټکه هم شدیده وه او ځینې کورونه یې پر ځمکه هوار کړي دي.

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي زلزلې درانه مالي او ځاني تلفات اړولي دي.