افغانستان کې زلزله؛ پکتیکا کې ځینې ټپیان مړه شوي

د وړمې شپې په زلزله کې د پکتیکا اوو نورو ټپیانو هم د ژورو زخمونو له امله سا ورکړې. د دغه ولایت لپاره د طالبانو چارسمبالي والي ثناالله معصوم بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، په پکتیکا کې د وژل شویو شمېر له ۵۵۰ واوښت او څه باندې ۴۵۰ نور ټپیان دي.

حفیظ الله معروف ورسره هلته د وروستي وضعیت او د بشري مرستو پر رسېدو خبرې کړي دي.