خوست او پکتيکا کې زلزلې له زرو ډېر کسان وژلي دي
افغانستان کې د سې شنبې زورورې زلزلې له زرو زيات کسان وژلي دي. زلرله بېګا شپه، په ځايي وخت يوه نيمه بجه شوې، او تر ډېره یې زيان پکتيکا او خوست ولايتونو کې اړولی دی.
طالبانو له زلزله ځپلو سره د سل ميليونه افغانيو د مرستې اعلان کړى دى.
د ډيورنډ پورې غاړې د پښتونخوا حکومت د افغانستان له زلزله ځپلو سره د دارو درملو د مرستې اعلان کړى دى.
دا زلزله د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې هم خلکو احساس کړې، له هغه ځايه خداى نور ناصر د زلزلې نور جزييات لري.