افغانستان کې بیې او د بې وزلۍ کچه لوړه شوې

د ویډیو تشریح، افغانستان کې بیې او د بې وزلۍ کچه لوړه شوې

د بي بي سي موندنې ښيي چې افغانستان کې د خوراکي توکو بیې تېرو دريو میاشتو کې په پرله پسې ډول څو برابره لوړې شوې دي.

بي بي سي ته دا هم روښانه شوې چې دغه هېواد کې د سختې بېوزلۍ له امله د وړو پورونو اړتیا لوړه شوې، داسې څه چې ملګري ملتونه یې د بشري ناورین کابو کولو لپاره اغېزناکه چاره ګڼي.

افغانستان کې طالب حکومت وايي سملاسي بشري مرستې وږي خلک مړولی شي خو د دغه هېواد له اقتصادي رغونې او ثبات سره مرسته نه شي کولی. د خوړو د بیو لوړوالي او د ژوند لګښتونو ګرانېدو د کورنیو تنکي ماشومان هم درنو کارونو ته اړ کړي دي.