تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د کوکنارو کرکيله: طالبان وايي له امره سرغړونکو ته سزا ورکول کېږي
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي د افغانستان په سویل کې یې د هغو کروندګرو خلاف عملیات پیل کړي چې د دوی له بندیز سره سره یې کوکنار کرلي.
طالب ځواکونو دغه عملیات له هلمنده پیل کړي. هلته له تېرو ډېرو کلونو راهیسې د افغانستان د نشيي توکو لویه برخه تولیدېده.
طالبانو ویلي له هېچا سره په دغه برخه کې نرمي نه کېږي، خو دغه واکمنه ډله چې پخوا يې د کوکنارو د بدیل معیشت ژمنه کړې وه لا هم نه دي بریالي شوي له بزګرانو سره د ژوند په ښه والي کې مرسته وکړي.