افغانستان کې د ښځو حجاب: نړيوالو د طالبانو وروستۍ پرېکړه غندلې ده
ملګرو ملتونو، امریکا او د نړۍ یو شمیر نورو هیوادونو او د بشري حقونو ادارو د طالبانو هغه فرمان ته توند غبرګون ښودلی چې وايي له ټینګ حجاب پرته د میرمنو ګرځېدل به د زندان تر سزا رسیږي.
د ملګروملتونو سرمنشي ویلي، طالبان باید له افغان مېرمنو سره پر ژمنو ودرېږي، افغان مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې بیا دا یوه ظالمانه پرېکړه بللې.
په کور دننه هم دیني عالمانو دغه پرېکړه نا انصافه بللې او وايي په یوه اختلافي فېقهي مسله کې دا ډول فرمان عادلانه نه دی.