د پاکستان نوي لومړي وزير شهباز شريف د ځينو بدلونونو وړانديز کړی

د ویډیو تشریح، د پاکستان نوي لومړي وزير شهباز شريف د ځينو بدلونونو وړانديز کړی

پاکستان کې د پخواني لومړي وزير عمران خان پلويان يې له واکه په لرې کېدو خواشيني دي، خو ډېر هيلمن دي، چې د دغه هېواد نوی لومړی وزير او نوی حکومت به د پيسو زياتېدونکی پړسوب او د ګرانۍ کړکېچ کابو کړی شي.

شهباز شريف له څو ورځو ډيپلوماټیکو پرمختياوو وروسته، چې عمران خان په کې له واکه لرې کړی شو، پرون د پاکستان لومړي وزير په توګه لوړه وکړه.

د ښاغلي شريف پر وړاندې اوس تر ټولو لويې ننګونې د اقتصادي حالت کابو کول او بهرنۍ تګلارې روښانتيا ګڼل کېږي. په تېره بيا وروسته له هغه چې عمراخان ويل، حکومت يې د يوې بهرنيو توطيې پايلې کې پرځول شوی دی.

نجما ځلا پرې راپور چکتو کړی.