د نجونو ښوونځي: افغانستان کې مېشتې بريتانوۍ يې د پرانيستلو غوښتنه کړې

د ویډیو تشریح، د نجونو ښوونځي: افغانستان کې مېشتې بريتانوۍ يې د پرانيستلو غوښتنه کړې

یوه بريتانوۍ خبریاله چې څه د پاسه شل کاله وړاندې طالبانو افغانستان کې د جاسوسۍ په تور نیولې وه اوس بيا افغانستان ته تللې ده. ايوون رېډلي د ۲۰۰۱ کال سپتمبر وروستيو کې طالبانو نيولې وه، بيا له څو ورځني بند وروسته د امریکا پوځي یرغل پيل سره خوشي شوه.

دوه کاله وروسته مسلمانه شوه، او اوس چې بیا د طالبانو واکمنۍ پر مهال کابل ته تللې، د همدوی د پوهنې وزیر سره یې کتلي، ترې یې غوښتي چې د نجونو تړلي ښونځي دې پرانیزي.

مېرمن رېډلي لا کابل کې ده او د خیر ښیګڼې ځینې چارې سمبالوي، سیدعبدالله نظامي ترې پوښتلي چې د شل کلو پخواني طالبان فکر کوي بدل شوي؟