د طالب مشر فرمان: د ترياکو کرکيله بنده ده
د طالبانو مشرمولوي هبت الله اخندزاده د یوه ځانګړي فرمان له مخې افغانستان کې د نشيي توکو پر کر کیله بندیز اعلانکړ. فرمان کې ویل شوي د نشيي توکو هیڅ ډول کرکېلې ته اجازه نشته او که څوک سرغړونه وکړي د هغه پر ټکو د شرعي قانون له مخې به سخته سزا ورکول کیږي.
د دغه فرمان له مخې د شرابو په ګدون د هر ډول نشه یې توکو استعمال، انتقال، واردات او صادرات منع شوي دي.خو د بدیل معیشیت په اړه په کې څه نه دي ویل شوي.
د ملګرو ملتونو د ادارو په وینا افغانستان د کوکنارو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد دی او همدا د ډېرو کسانو لپاره د عاید لویه سرچینه هم ده. نور حال یې سید عبدالله نظامي په دې رپوټ کې راکوي.