د افغانستان له لارې سوداګري: طالب چاراکي وايي د سيمې له هېوادونو سره يي هوکړه کړې
د طالبانو سوداګرۍ وزارت وايي، افغانستان به د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګرۍ پر یوه لاره بدل شي. دوی وايي، هند، بنګله دېش او پاکستان غواړي د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته مالونه ولېږدوي، چې افغانستان پرې ټاکلی ټرانزیټي فیس اخلي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د بي بي سي پښتو ټلوېزیون له شازیې حیا سره په مرکه کې ویلي چې له پاکستان سره د شوې هوکړې له مخې له دغه هېواده مالونه د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته په افغان موټرو او لاریو کې لېږدول کېږي.