له هلمنده د بي بي سي ځانګړی راپور

افغانستان کې له يو ميليون زيات ماشومان خطر سره مخامخ دي، په چټکه خپرېدونکې شري يا نري رنځ ناروغيو سره هېښوونکې کچه خوارځواکي د افغان ماشومانو ترمنځ په پراخه د مړينو لامل کېږي.

تېر اګست کې پر واګو د طالبانو له ولکې مخکې، بهرنۍ مرستې چې افغان حکومت ته ورکول کېدې، له مالي پلوه يې نژدې په بشپړ ډول د دغه هېواد روغتيايي سيستم سمبالاوه.

اوس له دغو پيسو پرته، عامه روغتونونه پرځېدلي دي. ۹۵ سلنه افغانان پوره خواړه نه لري، او تر ټولو زيات ناوړه اغېز پر ماشومانو شوی دی.

د بي بي سي يوګيټا ليمايي، له هلمنده راپور لري، چې يو وخت د سختې جګړې ډګر و، يوه يادونه دا چې، د راپور ځينې برخې يې ښايي درته خواشينوونکي وي.