افغان ښځې: د پرمختګونو بايللو اندېښنې
په کور دننه او بهر، په افغانستان کې د ښځو حقونه تر ګواښ لاندې دي. د طالبانو له بریا وروسته، سختې ګټل شوې ازادۍ د له منځه تلو په خطر کې دي.
د هېواد په ډېرو ولایتونو کې لا هم نجونې له زده کړو بې برخې دي. ښځې له کارځایونو په زور ایستل شوې دي. طالبان وايي دا به لنډمهاله وي، خو افغان مېرمنې خپل معیشت او ځینې د خپل ژوند په وېره کې دي.
بي بي سي له ځینو هغو کسانو سره خبرې کړې چې نه غواړې چوپې پاتې شي. زموږ د خبریال کوېنټېن سومرویل په دې رپوټ کې د ځینو کسانو نومونه بدل شوي دي.