د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدل

په افغانستان کې د ډالرو په مقابل کې د افغانیو ارزښت بېرته لوړ شوی دی. صرافان وايي د دغه هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې یوه امریکايي ډالر تر ۸۷ افغانیو بدلاوه.

خو افغانۍ څه ډول خپل ثبات ساتلی شي، او څه باید وشي چې بیا د تېر په څېر په یو ځل تر ۳۰ سلنو خپل ارزښت له لاسه ورنه کړي؟ د همدې پوښتنو ځواب لپاره له کابله راسره د اقتصادي چارو کارپوه لطف الله لطف خبرې کوي.