کابل هوايي ډګر کې ورک ماشوم بېرته خپلې کورنۍ سره يو ځای شوی

د ویډیو تشریح، کابل هوايي ډګر کې ورک ماشوم بېرته خپلې کورنۍ سره يو ځای شوی

له افغانستانه، د امریکایانو د وتلو په ګډوډۍ کې له مور او پلار جلا شوی ماشوم له خپلو خپلوانو سره یو ځای شوی دی. سهیل احمدي چې د دوو میاشتو وو، هغه مهال، یوه امریکايي سرتېري ته، وسپارل شو چې مور او پلار یې کابل هوايي ډګر ته د ننوتو هڅه کوله.

د ده د کورنۍ ډېری غړي امریکا ته رسېدلي و چې وروسته معلومه شوه ماشوم په کابل کې پرېښول شوی دی خو یوه ټکسي چلوونکي موندلی او بیا یې خپل کورته ورسره بېولی وو.