طالبان: متحده عرب امارات د افغانستان بنسټیزو پروژو کې پانګونه کوي
د متحده عرب اماراتو یوه جګپوړي چارواکي ویلي غواړي، افغانستان کې د لمریزې برېښنا تولید او اورګاډو پټلۍ او بندرونو جوړولو چارو کې پانګونه وکړي.
دا خبره د دغه هېواد يوه پلاوي مشر علي محمد حماد الشامسي د طالبانو له رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند او د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي سره لیدنو پرمهال کړې، چې کابل ته په سفر ورغلی دی.
طالب مشرانو د متحده عرب اماراتو د دغه اعلان هرکلی دی. دا خبره داسې مهال کېږي، چې افغانستان له ژورېدونکي اقتصادي او بشری کړکېچ سره مخامخ دی. حميد قيومي یې په اړه راپور چمتو کړی.