د ښځو پر سفر د طالبانو سپارښتنې د "زنداني کولو" په مانا بلل شوې
د بشري حقونو څار اداره وايي د طالبانو لخوا د ښځو د سفر په اړه نوی محدودیت چې ویل شوي ښځې دې له محرم نارینه پرته اوږده سفرونه ونه کړي د ښځو د زنداني کولو پر لور یو ګام دی.
د دې ادارې یوې غړې بي بي سي پښتو تلویزیون ته وویل، د طالبانو دا نوې سپارښتنې د ښځو پر حقونو یو بل سخت ګزار دی چې له ښځو د کار و کسب او زده کړو لپاره د ازادانه تګ راتګ فرصت اخلي.
طالبان بیا ټینګار کوي چې کړې سپارښتنې یې سوچه اسلامي ارزښتونه دي او خلک یې باید پلې کړي. حفیظ الله معروف رپوټ لري: