د اسلامي هېوادونو ناسته: له طالبانو د ټولګډونه حکومت غوښتنه وشوه

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې ګډونوالو خبرداری ورکړ چې که له دغه هېواد سره ژر تر ژره بشري مرستې ونشي نو له یوه خطرناک بشري ناورین سره مخامخ شي.

برخه والو پر طالبانو هم غږ وکړ چې د بشر او ښځو حقونو ته درناوی ورکړي او یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.

دا غونډه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې روانه ده.