دوحه کې د طالبانو او امریکايي پلاوي خبرې
د قطر په دوحه کې امريکايي استازي له افغان طالبانو سره خبرې کوي. سرچينو بي بي سي پښتو ته ويلي چې د افغانستان د کنگل شويو پيسو موضوع به په اجنډا کې ځاى ولري.
پرون اروپايي ټولنې هم له طالب استازو سره وليدل خو وروسته يې وويل چې دا ليدنې د طالبانو په رسميت پېژندلو لپاره نه دي بلکې د افغان ولس په گټه دي.