افغانستان: بېځايه شويو ته ژمی او لوږه لوی سرخوږی جوړوي

د ویډیو تشریح، افغانستان: بېځايه شويو ته ژمی او لوږه لوی سرخوږی جوړوي

په کابل کې هغه بې ځایه شوې کورنۍ چې د جګړو پرمهال دغه ښار ته کډه شوي، د یخ ژمي له رارسېدو سره د مرستې غوښتنه کوي.

ملګري ملتونه وايي یوازې روان کال کې جګړو نژدې ۷۰۰ زره کسان له خپلو مېنو وستلې دي.

که څه هم ځینې یې بیرته خپلو سیمو ته ستانه شوي خو له یخنۍ سره سره پراخه بې وزلي او بې کاري اوس د دې خلکو ژوند ته یوه بله ننګونه ده.

د بي پي سي حفیظ الله معروف پرې رپوټ لري.