په افغانستان کې د اړينو توکو بيې لوړې شوې او کار نشته

د ویډیو تشریح، په افغانستان کې د اړينو توکو بيې لوړې شوې او کار نشته

په افغانستان کې د بې روزګارۍ تر څنګ د اړينو توکو لوړو بيو ډېرو ته ژوند ګران کړى دى. ملګرو ملتونو تېره اوونۍ خبردارى ورکړى و چې تر ژمي به د افغانستان ٩٧ سلنه وگړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې حالت کې ژوند ولري.

په لويو ښارونو کې ډېری وګړي وايي د ډېرو توکو د پېرلو توان نه لري. په دې رپوټ کې حفیظ الله معروف د خلکو اندېښنې را اخیستي او دا ګوري چې د افغانیو ارزښت لوېدو څومره په دې برخه کې منفي اغېز کړی دی.