د افغانستان کړکېچ: له ګواښ سره د مخامخ کسانو کيسه

د ویډیو تشریح، د افغانستان کړکېچ: له ګواښ سره د مخ کسانو کيسه

پوره دوه مياشتې کېږي چې طالبانو پر افغان پلازمېنه کابل ولکه کړې او له دغه هېواد بهرنيان په يوه بشپړه ګډوډۍ کې ووتل. لسګونه زره افغانان چې خطر سره مخامخ ګڼل کېدل، د امريکا، بريتانيا او نورو بېلابېلو هېوادونو له خوا وايستل شول. د بريتانيا حکومت وايي لا هم پر طالبانو د ډيپلوماټيک فشار راوړلو له لارې د هغو خطر سره مخامخ خلکو ايستلو زيار باسي، چې تر شا یې پرې ايښي دي.

هغوی چې ځانونه يې پټ کړي، ډېر کم به یې د هغو پر تله ډېر خطر سره مخامخ وي، چې د استخباراتي معلوماتو غونډولو څانګې غړي وو او د بريتانوي حکومت له خوا روزل شوي، څارل شوي، او تر يوې کچې يې لګښتونه ورکول.

دغو کسانو د موبايلونو او انټرنېتي تماسونو نژدې څارنې په اړه د افغانستان ملي سیستم چلاوه. اوس طالبان غواړي د څار دا څنګه بيا فعاله کړي.

د بي بي سي ډيپلوماټیکو چارو خبریال مار اوربان د دې څانګې له يو شمېر غړو سره تماس کې و، داسې کسان چې بريتانيا کې يې د مېشتونې په اړه غوښتنو هېڅ ځواب نه دی موندلی.