افغان اقتصاد: د نړيوالو مرستو په نشتوالي کې تر بل هر وخت ډېر ځپل شوی دی

د ویډیو تشریح، افغان اقتصاد: د نړيوالو مرستو په نشتوالي کې تر بل هر وخت ډېر ځپل شوی دی

په افغانستان کې طالبان وايي امريکاييانو ورسره منلې ده چې بشري مرستې به ورکوي. د طالبانو دا خبره په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ تر ليدو وروسته شوې ده.

د طالبانو له لوري د کابل له نيولو وروسته د افغانستان اقتصاد ډېر ځپل شوى دى.

نړيوال بانک وايي نړيوالو مرستو د افغانستان د ولسي لگښتونو لويه برخه جوړوله چې اوس نشته. ډېر افغانان اوس کار روزگار نه لري او ډېرى خلک د خوړو لپاره اړ دي چې د کور لوښي او کالي وپلوري.