ايا د دولتي مامورينو معاشونه کمېږي؟

د ویډیو تشریح، ايا د دولتي مامورينو معاشونه کمېږي؟

طالبان وايي پرېکړه یې کړې د اوس لپاره به یوازې د اسد د میاشتې معاشونه دولتي مامورینو ته ورکوي. په افغانستان کې دولتي مامورینو ته له څو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو د مالیې وزارت وايي د هغو کسانو معاشونه به هم له نیمايي ډېر راکمېږي چې د جمهوریت پر مهال یې د وزیر او یا هم د والي په اندازه معاشونه درلودل. حفیظ الله معروف د مالیې وزارت له ستر سلاکار انجینر نصير حسن سره مرکه کړې.

او په سر کې ترې پوښتلي چې په مالیې وزارت کې شته سیستمونه فعال شوي؟