افغانستان جګړه: بریتانیا د یوه ملکي کس وژل کېدو بدل کې تر ټولو کم تاوان څه باندې ۱۰۴ پاونډ ورکړی

د عکس سرچینه، PA Media
- Author, جوناتن بېیل
- دنده, د بي بي سي دفاعي چارو خبریال
ډاګیز شوي مالومات ښيي، چې برتانیا په افغانستان کې د هغو نژدې درې سوو ولسي وګړو کورنیو ته د غرامت یا تاوان په توګه پیسې ورکړې، چې د برتانوي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي وو.
یوې مرستندویې ټولنې موندلې، چې په دې لړ کې د اتو کلو په اوږدو کې په ټوله کې نژدې یو میلیون ډالر لګول شوي دي.
دې ټولنې ویلي، چې ځینو کورنیو ته د هغوی د کسانو د مړینې په بدل کې دومره کمې پیسې ورکړ شوې چې نورو ته د شتمنۍ د زیان له امله له ورکړل شوي تاوانه هم لږې وې.
په دې اړه هم نیوکې شوې چې د برتانیا د حکومت پر ځای یوه خیریه ټولنه د دې مالوماتو خپرولو ته اړ شوې ده.
د بریتانیا د دفاع وزارت له خوا د تاوان په توګه افغانانو ته د ورکړل شویو پېسو په اړه د معلوماتو له مخې بریتانوي ځواکونو ته د سلګونو افغانانو له مرګ ژوبلې سره تړاو ورکړل شوی او دفاع وزارت د ۲۸۹ ملکي افغانانو د وژل کېدو له امله د تاوان په توګه شپږ سوه اته اتیا زره پونډه ورکړي دي.
د بریتانوي ځواکونو له خوا په وژل شویو کې لږ تر لږه ۱۶ تنه ماشومان هم شامل دي، خو دا په هېڅ مانا د هغو ټولو ملکي افغانانو شمېر یا لیست نه دی چې په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د ښکیلتیا له امله وژل شوي دي.
دوه سوه نهه اتیا یوازې هغه ملکي افغانان دي چې خپلوانو یې د تاوان غوښتنه کړې او ترلاسه کړې یې ده.
د تاوان په توګه ډېرې پېسې په هلمند ولایت کې د بریتانوي ځواکونو د عملیاتو پرمهال چې په ۲۰۱۴ کال کې پای ته ورسېدل ورکړل شوي دي.

د عکس سرچینه، PA
په لندن کې مېشته یوه خیریه اداره چې په دې اړه یې معلومات راټول کړي او څېړلي وايي، په ځینو مواردو کې د یو چا د مرګ د تاوان د پېسو پرتله د کور د نړیدو په تاوان کې ډېرې پېسې ورکړل شوې دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې د ۲۰۰۸ کال په فبرورۍ کې یوې افغانې کورنۍ د خپل یوه خپلوان د مړینې د تاوان او کور ته یې د اوښتي زیان په بدل کې یوازې ۱۰۴ پاونډه ترلاسه کړي چې په ورکړل شویو پېسو کې تر ټولو لږ دي.
دغه راز بریتانوي ځواکونو د یوه ګرځنده ټيليفون په تاوان کې ۱۱۰ پاونډه او د شپږو وژل شویو خرو په بدل کې ۶۶۲ پونډه ورکړي دي.
د ۲۰۰۹ کال ډسمبر میاشت کې څلور ماشومان په ډزو وژل شوي، دا چې دغه پېښه څنګه رامنځ ته شوې په اړه یې ډېر جزییات نشته خو ترې یوه میاشت وروسته بریتانوي ځواکونو د ماشومانو کورنیو ته د تاوان په توګه ۴ زره پاونډه ورکړي دي.
د بریتانوي ځواکونو په عملیاتو کې د دوه سوه نهه اتیا ملکي وژل شویو افغانانو د هر یوه کورنۍ ته په اوسط ډول دوه زره درې سوه اتیا پاونډه ورکړل شوي دي.
دغه راز (۳۹۷) زره پاونډه هغو کسانو ته ورکړل شوي چې د بریتانوي ځواکونو له خوا ټپیان شوي وو.
د بریتانیا دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي بریتانیا تل هڅه کړې چې د امکان تر حده د ملکي خلکو خطر کم کړي.









