د طالبانو تر واک لاندې ژوند: د بي بي سي ځانګړی راپور

د ویډیو تشریح، د طالبانو تر ولکې لاندې ژوند: د بي بي سي ځانګړی راپور

پر افغانستان د طالبانو دویم ځل واکمنۍ دا دی څه باندې یوه میاشت وشوه، تر امارت لاندې د خلکو په ژوند کې بدلونونه هم په جوتېدو دي. روغتونونه وايي خپلو کارکونکو ته معاشونه نشي ورکولی.

همدې او په ټوله کې د اقتصاد ځوړ، پخواني حکومتي چارواکي اړ کړي چې پایېدو لپاره د خپل کور توکي وپلوري.

اوس منځني یا متوسطه ښوونځي هم بند دي. له مزار شریف د بي بي سي خبريال سکندر کرماني رپوټ پرې جوړ کړی.