د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند: د خلکو اقتصادي حالت خورا ناوړه شوی

څه د پاسه يوه مياشت، وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان ولکه وکړه، دغه هېواد کې د خلکو ژوند کې بدلونونه په روښانېدو دي.

حالت په ناوړه کېدو دی، روغتونه وايي خپلو ډاکترانو او کارکوونکو ته معاشونه نه شي ورکولی.

داسې حال کې چې اقتصادي چلن په ټپه درېدلی ښکاري، د پخواني حکومت کارکوونکي د ژوند چلولو لپاره د خپلو کورونو توکي او سامانونه پلوري. حفيظ الله معروف يې په اړه راپور چمتو کړی.