افغانستان کې بشري ناورين

د ویډیو تشریح، افغانستان کې بشري ناورين

اوس د نړیوالو ټول پام په افغانستان کې روان بشري ناورین ته اوړي. تاوتریخوالي، بې کورۍ، وچکالۍ او کورونا وبا ټولو د افغانستان پر خلکو ډېر اغېز کړی دی او په دې وروستیو کلونو کې منفي اغېز نور هم ډېر شوی دی.

بشري ناورین له هغه وروسته ډېر شوی چې امریکا خپل سرتېري ویستل. زموږ د نړیوالو چارو خبریالې لیز دوست له کابل دغه رپوټ را لېږلی دی او هلته یې د بشري مرستو له همغږي کونکي سره خبرې کړي دي.