د وروستي امریکايي پوځي له وتلو سره په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور پای ته ورسېد

د ویډیو تشریح، د وروستي امریکايي پوځي له وتلو سره په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور پای ته ورسېد

تېره شپه د امریکا وروستۍ پوځي الوتکه د کابل له حامد کرزي هوايي ډګره والوته او دې سره په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن ناندریز پوځي حضور پای ته ورسېد. د دې پوځي الوتکې له تګ سره د افغانستان کنټرول بېرته د طالبانو لاس ته ولوېد چې ۲۰۰۱ کال کې د امریکا پوځي عملیاتو له کبله د دې ډلې له لاسه وتلی و.