د کابل په حامد کرزي هوايي ډګر کې څه تېرېږي؟

د ویډیو تشریح، د کابل په حامد کرزي هوايي ډګر کې څه تېرېږي؟

د جرمني بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس وايي، د جي ۷ هېوادونو مشران باید له کابل هوايي ډګره بهر ته د خلکو لېږدولو بهیر همغږی کړي او پر دې غور وکړي چې د امریکا له لوري ټاکل شوې اګست ۳۱ مې ضرب الاجل وغځول شي او که نه.

د جرمني بهرنیو چارو وزیر وايي، جرمني، امریکا، ترکیې او طالبانو په دې هکله خبرې پیل کړې چې هدف یې د اګست له ۳۱ وروسته هم د ملکي الوتنو له لارې د خلکو ایستلو چارو روان ساتل دي. له دې مخکې د امريکا مرستيالې ولسمشرې کمېله حارث وویل، د هغه څه څېړنه به کېږي چې په افغانستان کې وشول خو د اوس لپاره ټول پام له کابله د خلکو ايستلو ته دى. د بي بي سي د نړیوالو چارو خبریاله لیز دوسېت، د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې ده. هغه زرګونه افغانان یې لیدلي چې په وېره او ترهه له وطنه وځي.