تورخم کې د ګاډو ګڼه ګوڼه

پر افغانستان د طالبانو له ولکې سره اوس خلکو او ځايي ادارو لپاره تر ټولو لويه ننګونه د چارو او ژوند چلن دی. وېره دا ده، چې که په ټپه درېدلی حالت همداسې روان وي، ښايي د توکو بيې لا نورې لوړې او ژوند لا سخت شي.

تورخم لار پرانيستې ده، خو وايي له دواړو غاړو د توکو لېږدوونکو لاريو کې له چلوونکي پرته بل څوک نه پرېږدي. راپورونه وايي له همدې امله دواړه غاړې ګڼه ګوڼه خورا ډېره ده.

رحمان الله له پېښوره تورخم ته ورغلی و، او له هغه ځايه نور حال راکوي.