ولسمشر غني پارلمان ته: امنيتي حالات به په شپږو مياشتو کې ښه شي

د ویډیو تشریح، ولسمشر غني پارلمان ته: امنيتي حالات به په شپږو مياشتو کې ښه شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا ځانگړې غونډې ته په وينا کې وويل د بهرنيو ځواکونو د ناڅاپي وتلو له امله د افغانستان امنيتي وضعيت خراب شوى دى او ده امريکايانو ته ويلي وو چې د ناڅاپي وتلو پايله به يې څه وي.

خو ښاغلي غني ټينگار درلود چې اوسنى خراب امنيتي حالت به په شپږو مياشتو کې کابو شي. دوى دا ونه ويل چې د حالاتو سمولو لپاره يې څه پلان جوړ کړى دى.