د تلسيميا ناروغان: د کندهار ميرويس روغتون کې هره ورځ وينه ورکول کېږي
د کندهار په میرویس روغتون کې روغتیاپالان وایي هره ورځ په منځنۍ توګه څه باندې ۱۸ زره سي سي وینه په تلسیمیا ناروغۍ اخته کسانو ته ورکوي .
د رسمي شمېرو له مخې په دغه روغتون کې ۶۵۰ په تلسمیا اخته ناروغان ثبت شوي دي چې هر ناروغ، لږترلږه په اوونۍ کې، یو ځل وینې ته اړتیا پیدا کوي.
تلسیمیا ارثي ناروغي ده او روغتیاپالان وایي د مخنیوي او کمولو لپاره یې له واده مخکې باید ځینې ټکي په پام کي ونیول شي. د مخنیوي یوه لار یې له خپلوانو سره د واده نه کول ښودل شوي دي.
مامون درانی پرې رپوټ لري.