"درد سره ژوند نشم کولی، کاشکي زه هم مړه وای"
بنفشې بي بي هر څه له لاسه ورکړي دي: دری زامن یې مړه شوي او هغه وايي، کاشکي له دوی سره یو ځای تر خاورو لاندې وای. کورنۍ یې – لکه د نورو زرګونو خلکو په څېر – د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د جګړو له امله بې ځایه شوې ده. دوی د افغانستان په شمال کې کندوز ښار ته تللي، خو هلته هم د امن احساس نه کوي.