تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني په خوست کې: طالبان سولې ته نه حاضرېږي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې خوست ته د هوايي ډګر د پرانیستلو او د دغه ولایت د امنيتي حالت د ارزونې په موخه سفر کړی و او په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته خپلې وینا کې یو وار بیا يې پر طالبانو نیوکې وکړې چې سولې ته نه حاضرېږي.
ولسمشر غني وویل چې طالبان یوازې له امریکا سره په خپل تړون ټینګار کوي او زیاته يې کړه چې د طالبانو د بندیانو خوشي کول یوازې د دوی واک دی. ظاهراً طالبانو د ښاغلي غني دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.